اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د پاکستان او آذربائیجان ترمېنځه په پراخه اق??صا??ي مرستې ټېنګار كولو سره وئيلي دې دواړه هېوادونه په ترجيحي ټېرف او تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او د معاشي مرستې لوظنامو ته حتمي شكل وركولو له بايد هدف وټاكي۔ وزيراعظم دا خبرې د آذربائیجان سفیر علي علیزادہ سره خپلو خبرو كښ?? وكړې چا چې د ګل په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې ھغوي سره خېرسګالۍ ملاقات كولو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان او آذربائیجان د باور او د افهام او تفهيم څخه عبارت په روايتي توګه نزدې او ښې اړيكې لري۔ ده ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اشتراك كار پرله پسې زياتېږي۔ ده د آذربائیجان اولس الهام علیوف د اي سي او مشرانو په كنفرنس كښې سږ كال د مارچ په مياشت كښې د ګډون كولو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د جمو او کشمیر په كشاله د پاكستان پرله پسې د ملاتړ او د جمو او كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډله كښې د ھغه د قدر وړ د كردار هم ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د نګورنو کاراباخ په مسئله د پاکستان د اصولی ??ري?? هم پخل?? وكړو۔ وزیراعظم د دې خواهش څرګندونه وكړه چې اق??صا??ي مرستې لا زياتولو له دې هلې ځلې په كار راوستلې شي