اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د سړي سر شمېرې له مخې د نوې حلقه بنديو لپاره د دستور (بدلون) بل 2017 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو خو د سپيكر په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې په بدلون اتفاق كونكو ګوندونو په ايوان كښې يو ځل بيا اعتراضات وكړل۔د دې نه پس بل مؤخر كړی شو۔د زيارت په ورځ زاهد حامد اسلامي جمهوريه پاكستان دستور كښې د بدلون كولو ??ل دستور(بدلون)بل 2017 ايوان ته وړاندې كړو۔سيد نويد قمر ووئيل چې د بل لپاره قانوني تقاضې نه دي پوره كړې شوې٬زاهد حامد ووئيل چې دا معامله سي سي آئي ته د وړلو ??بره كوم ګوند نه ده كړی٬ټولو ګوندونو د سپيكر په موجودګۍ كښې اتفاق كړې ؤ۔په دې اړه دا وئېل چې آئيني تقاضې نه دي پوره كړی شوې سمه نه ده۔ډاكټر فاروق ستار ووئيل په سړي سر شمېرې بېل تحفظات رامخې ته شوي٬ تر ټولو ??يات او لويې اعتراض كراچۍ لري۔ډاكټر شيريں ??زا??ي ووئيل چې مونږ په كمېټۍ كښې دې بدلون ته سلا شوي يو خو تندۍ څخه دې ډډه وكړې شي۔په اصولي توګه مونږ كوم اعتراض نه لرو خو نور ګوندونه چې كوم اعتراضات لر?? هغه دې لرې كړې شي۔??حم??د خان اچكزئي ووئيل دا ايجنډا د ټولو ګوندونو په بشپړه مرسته رامخې ته شوې٬كه كوم ګوند ته د دې نه پس هدايت ترلاسه شوي نو دا سمه نه ده٬ټول ګوندونه هلته موجود وو او ټولو لو?? كړې وو۔شاه جي ګل آفريدي ووئيل چې په غونډه كښې زه نه يم رابللې شوې٬د فاټا 12 چوكۍ دي خو په دې كښې د مېرمنو چوكۍ نشته۔صاحبزاده طارق الله ووئيل سپيكر ټول ګوندونه رابللي او په دې اتفاق شوې٬مونږ په وخت ټاكنې كول غواړو۔دوهم سپيكر په بل د غور كولو ??حريك ايوان ته وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شوې خو بل منظور نه كړې شو