اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئيلي دي پاکستان پولېنډ سره شريكې مرستې او تاريخي روابطو ته په درنه سترګه ګوري٬ او خوښي لرو چ?? شريكې اړيكې د اقتصادي څانګو او د تجارت په كچه د ملاتړ د لارې لا قوي كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن دا خبرې د پولېنډ سېنېټ مارشل سټېنسلا كرزوسكي په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې ۔ د سېنېټ چیئرمېن د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د پولېنډ د اعلیٰ كچ پلاوي دوره د دې خبرې عكاسي كوي چې پولېنډ پاكستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د دې دورې په مهال اولس مشر٬ وزيراعظم او نور د اعلٰې كچې ملاقاتونو نه دا خبره برېښي چې پاكستان هم پولېنډ يو ډېر مهم هېواد ګڼي۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پارلماني پلاويو تګ راتګ لا تندولو او د پارلماني سفارت كارۍ د لارې مرستې لپاره په نويو لارو لټولو هم زور رواړو۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل ترهه ګري او ان??ها خوښي نړيواله ستونزه ده٬ پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ او د 70 زره ځاني زيانونو زيان سره په لويه كچه معاشي زيان هم پورته كړې۔ ده زياته كړه چې د پاكستان اولس عزم لري چې پ?? دې مسئله به ډېر زره قابو وموندلې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن د پلاوي پام په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري خلاف ورزيو او د ظالمانه كاروائيو پلو راګرځولو سره ووئيل په مقبوضه سيمه كښې هندي ځواكونو د ب?? ګناه كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره روانې هلې ځلې غلې كولو لپاره د بې پناه تشدد داسې طريقې خپلې كړې چې ورسره په زرګونو خلق د بينائۍ نه محروم شوې دي۔ پ?? دې موقع د پولېنډ لخوا د بشري حقونو د كمېټۍ په غړيتوب لپاره په ملاتړ د پولېنډ د حكومت مننه كړې ۔ د پولېنډ پلاوي مشر باور وركړو چ?? پولېنډ به د كشمير په لړ كښې د ملګرو ملتونو ملاتړ كوي ځكه چې پولېنډ په سوله ايزه ډول د خبرو اترو د لارې د مسئلې هوارې غواړي۔ ده ووئيل په پارلماني كچه خبرو اترو سره شريكو اړيكو ته وده ترلاسه كېږي۔ دې څخه وړاندې پارلمان ته په رارسېدو پلاوي د جمهوريت يادګار ته لاړو او جمهوريت لپاره قربانۍ وركوٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پلاوي د دستور ګلۍ هم څارنه وكړه۔ پ?? دې موقع پلاوي ته د پاكستان د پارلمان د آئيني تاريخ په اره تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ پ?? دې موقع سېنېټ چيئرمېن د مېلمنو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه۔