اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د درېو كالو د پرله پسې هلو ځلو نه پس په وړومبني ځل منطقې ته د پېښو ستونزو هو??ري لپاره د افغانستان ، چین، پاکستان ، ترکیي او د روسيې ترمېنځه د پارلماني اتحاد تجويز نن يو كوټلي صورت اختيار كړے دے ٬ چې پرې د ټولو ملګرو هېوادنو مننه كوٶ چا چې د ترهه ګرۍ مخنيوي او سيمه ايزي رابطې قوي كولو ل??اره د 23م نه تر 25م دسمبر اسلام آباد كښې د سپيكرانو په كنفرنس كښې ګډون كولو ل??اره خوښي ښكاره كړې ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې د 6 هېوادونو د سپيكرانو كنفرنس په لړ كښې جاري خپل بيان كښې وكړه۔ سپیکر ووئيل د ياد شوو هېوادونو ستراتېژك او اقتصادي ګټې تر نظره ساتلو سره به د يو بل د تحقيق او تج??بو په سبب كاروباري او تج??رتي حجم زياتولو ل??اره هر ممكنه اقدامات كولې شي٬ دې شريكې غونډې سره به منطقه كښې د امن نوې لارې پرانستلې شي او د مكالمو نوې جدتونه به روښانه شي٬ دا كفنرنس به پائیدار پرمختګ لپاره يو سنګ ميل وګرځي۔ ده ووئيل امن٬ مكالمې او قوي رابطې د خوشحالې ټولنې بنيادي برخې دي كومې چې د راتلونكي كول پائېدار پرمختګ لپاره ضرورې دي ٬ ده ووئيل شپږ واړه هېوادونه په جغرافيائي مماثلت كښې يو بل سره نه يوازې تړلې شوې بلكې شريك تهذيب٬ تج??رت ٬ سېلګري او د كلتور هم امين دي۔ سپیکر هيله څرګنده كړه چې د كنفرنس په مهال به همڅنګ شريكو اړيكو٫ نړيوالو معاملو٬ امن٬ خوشحالۍ او د استحکام لپاره مرستې ته د ودې وركولو٬ ملګرو ملتونو٬ اېس سي او او نورو نړيوالو تنظيمونو فرېم ورك لا مستحكمولو٬ سيمه ايزه سلامتيا په ځائ ساتلو او د خپلو هېوادونو پولې مضبوطولو ل??اره د عزم پخلې كولې شي۔ ده ووئيل ترهګر هېڅ مذهب نه لري٬ تهذيب يا ډلې سره نشي تړلې كېدې او په دې كنفرنس كښې به د ترهه ګرۍ چېلنج هو??ري لپاره جامع خبرې كولې شي۔ سپيكر سردار اياز صادق كفنرنس كښې د ګډون كوٶنكو پلاويو هركلي كولو سره ووئيل دا لړۍ به دوامداره وي او مونږ به تر ھغې په قل??ره نه كېښنو تر څو چې مو د ترهګرۍ په لعنت قابو نه وي موندلې او دا منزل به مونږ د شريكو رابطو د لارې ترلاسه كړې شو۔(