اسلام آباد 01 اپرېل (اے پ?? پي) وفاقي حكومت د قبائيل?? سيمو ځوانانو لپاره د شپږ مياشتو د فني تربيې پروګرام پېل كړو۔ د فاټا سېكرټرېټ چارواكو له مخې د فاټا ځوانانو ته به د نقشې جوړولو٬ كمپيوټر كورسونو او د يو پي اېس د تنصيب پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې تربيه وركولې شي۔ د فاټا ځوانانو ته به د تربيې په مهال د مياشتنې وظيفې ??ه علاوه د قيام او طع??م وړيا اسانيې هم وركولې شي۔ كانديدان د روانې مياشتې اپرېل تر 16مه نېټه د اړوند اېجنسې رابطه افسر سره په دفتر كښې خواستونه جمع كولې شي۔