اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی)د خارجه دفت?? وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي د هند لخوا په مق??وضه وادي كښې د شويو بشري حقونو ?? خلاف ورزيو په اړه به زمونږ سفيران او پارليمنيټيرنز نړيوالې ورورولۍ له بريفنګ وركوي۔تېره ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره پھ خبرو كښې ده ووئيل پاكستان به پھ مق??وضه كشمير كښې د اوسېدونكو كشميريانو ??نيادي حق خود اراديت غږ پورته كولو لپاره خپل سفيران او پارليمنيټيرينز نورو هېوادونو ??ه لېږي دغسې چې د مق??وضه كشمير خل??و ته خپل حق ترلاسه شي۔ده ووئيل هند كومې هم نړيواله مېډيا يا فيكټ فائنډنګ مشن له د مق??وضه كشمير تږ اجازه نه وركوي ځكه چې هند ته معلومه ده چې بيا به يې مكروه څيره په ډاګه شي او په مق??وضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ?? هند ظلمونه به ټولو ته معلوم شي۔وياند ووئيل خارجه وزير خواجه محمد آصف د خپل ايران همڅنګ سره ملاقات كړی او او د كشمير په اړه يې خپل بيان جاري كړی۔ده ووئيل او آئي سي او د ملګرو ملتونو ??مومي سېكتر د وړاندې د كشمير په اړه خپل بيانونه جاري كړي۔ده ووئيل د وړاندې نه حكومت اعلان كړی چې پاكستان به د اپرېل پھ 6مه نې??ھ خپلو كشميريانو وروڼو خوائېندو سره د يو والي څرګندونې ورځ لمانځي۔ده ووئيل كشميري اولس ته به دا باور وركول وي چې د كشمير مسئله به د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو ?? قراردادونو له مخې حل كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هند د غېر ذمه واره رويې او ضد له امله هغه سره خبرې نشي كېدې