اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيل?? دي په موجوده دور كښې كوم هم سياسي لارښودو د نواز ش??يف څخه زيات هېواد سره مينه لرونكې او مخلص نشته۔ نواز ش??يف پاكستان او اولس سره مينه او خلوص ??ملي كردار سره ثابت كړې۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي خپل بيان كښې ده ووئيل دفاع ، قومی سلامتيا ،معیشت او د قامي يو والي په شمول په ټولو څانګو كښې د نواز ش??يف هېواد لپاره خذمات ښكاره په نظر راځي۔ د 1990 په لسيزه كښې نواز ش??يف هېواد په معاشي توګه په خپلو پښو ودرولو له پاكستان د منځنۍ آسيا رياستونو سره تړلو له د موټروېز يوه ستره منصوبه پېل كړه۔ د هېواد دفاع مضبوطولو له ئې اتومي چاؤدنې وكړې۔ قامي يو والي له هم د نواز ش??يف خذمات د هېرولو نه دي۔ د صوبو ترمينځه ارسا لوظنامې ته وجود هم نواز ش??يف وركړې۔ سي پېك منصوبې سره پاكستان په معاشي توګه يو مضبوط هېواد جوړولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د هند په شمول نور مخالفين دې څخه و??رې??ي چې دا منصوبه څومره د پاكستان په معاشي او يو والي په ګټه كښې ده نو ځكه ددې د ناكامه كولو سازشونه كوي۔ ده ووئيل سره د ټولو سازشونو په تېرو 5 كلونو كښې د لس زره مېګاواټ څخه د زياتې برېښنا منصوبې او د زرګونو كلوميټر اوږد موټروېز نېټ ورك د نواز ش??يف هېواد سره د مينې ښكاره ثبوت دے۔ د پاکستان 20 کروړه اولس نواز ش??يف او مسلم ليګ سره دي او هم دوئي به د نواز ش??يف او مسلم ليګ (ن) هېواد سره د مينې ثبوت راروانو ټول ټاكنو كښې د ووټ په شكل كښې وركړي