اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښ?? د فاټا په حقله قامي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښ?? د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښ?? د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كومې چې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬??مو??ږ مقصد د قب??ئېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كول دي او هم دا ??مو??ږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د فاټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په خپله وېنا كښ?? وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل منظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې مننه كوم چا چې بل پھ منظورۍ كښ?? ??مو??ږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه او په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښ?? يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې دوه دوه نيم كاله كار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په بنياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور ??اج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او مخالفه ډله په بل سلا شول او نن بل منظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ ش??هد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو مننه كوم چا چې د بل منظورۍ په اړه نه يوازې ??مو??ږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل نن هم حكومت او مخالفو ګوندونو په سلا دا بل منظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كومه وېنا وكړی شوه او په كښ?? داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې خبرو نه د پاكستان اولس خبر دے او په دې غونډه كښ?? څو ځله په دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه او قانوني اړخ يې څه و۔ده ووئيل كه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له په الېكشن كمېشن كښ?? پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږي۔