اسلام آباد ۔ 24 مئی (اے پی پی) تاپي ګاز ټرانسپورټېشن او ټرانزټ فيس لوظنامې به روان كال لاس ليك كولې شي۔ سركاري ذريعو د زيارت په ورځ اے پي پي ته ووئيل د ګاز ټرانسپورټېشن په لوظنامه لاس ليك ٬ پائپ ??ائن سروسز رولز، ټرانزټ فیس ایګریمنټ او د فرنټ اېنډ انجینئرنګ ډیزائن(اېف ای ای ډی) كار پايې ته رسېدو په شمول د تاپی منصوبې په ??ول?? هلو ځلو به د 2018-19 په مهال عملدرآمد كولې شي۔ ذريعو داهم ووئيل چې د روان كال فرورۍ مياشت كښ?? په تاپي منصوبه كار كښ?? ښكاره پېش رفت شوې او ترکمنستان كښ?? د پائپ ??ائن كار پايې ته رسېدو څخه وروستو افغنستان ته منتقل شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ذريعو ووئيل انټر سټیټ ګېس سسټم(پی وی ټی)لمېټډ کمپنۍ د تاپي ګاز منصوبې په پاکستان سېکشن مارچ 2017 ء كښ?? د اېف ای ای ډی كار پېل كړې وو۔ د منصوبې اهميت په ډاګھ كولو سره ذريعو ووئيل دې سره به هېواد كښ?? د توان پېداواري صلاحيت زيات شي او د روزګار نوې موقعې به زياتې شي۔ د منصوبې ترمخه د 56 انچ قطر 1680 کلومیټرز اوږد پائپ ??ائن به ترکمانستان څخه افغانستان، پاکستان او د پاک هند تر پولې غزولې شي۔ ددې د لارې به 3.2ارب مکعب فټ ګاز روزانه وركولې شي۔ دا منصوبه به كال 2020 پايې ته رسي۔ دې سره به پاكستان او هند ته روزانه 1.325 ارب مکعب فټ ګاز وركولې شي