اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ??منون حسېن دا هيله څرګنده كړې چې پاکست??ن او ایران به د پولې نه پورې د چېلنجونو مخنيوي لپاره ??څې دوامدارې ساتي٬ د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ سره به د دواړو هېواددونو ترمېنځه دفاعي اړيكې لا ښه شي۔ اولس مشر دا خبرې د ايران د وسله وال پوځ مشر ??ېجر جنرال محمد حسېن باقري سره ??ړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دواړو هېوادونو قوي او شريكې د ورورولۍ اړيكې په شريكه عقيده٬ كلتور او تاريخ آډانه دي۔ ده ووئيل تېر كال د اولس مشر روحاني د پاكستان راتږ او د پاكستان د وسله وال ځواك مشر د ايران دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو يو نوې دور پېل شوې۔ ده زياته كړې چې د ګوادر هوائي مېدان منصوبې مقصد د منطقې د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه مواصلاتي رابطو زياتول دي او دا منصوبه به ټولې منطقې لپاره ګټوره ??ګرځي۔ اولس مشر ??منون حسېن ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان د منطقې په ګټه دے او پاكستان د افغانستان مشرانو او اولس د خوښې له مخې د امن او استحكام بحالۍ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د ګاٶنډي هېوادونو ??ه حېث پاكست??ن او اير??ن افغانستان كښې كوټلې امن لپاره ??څې كوي۔ اولس مشر ??وئيل امن او پرمختګ لپاره ??اكست??ن ايران سره ??رسته لا ښه كول غواړي۔