اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اس??م وئېلي دي چېد تودوخې د درجې مسئله حل كولو لپاره به په ځنګلاتو كښې اضافه كولې شي٬د موسمياتي بدلون له امله د تودوخې درجه تر دوه ډګرۍ د اضافې له امله مونږ پريكړه كړې چې د دې سختې مسئلې حل لپاره يوه جامع حكمت عملي تياره كړو۔ده دا خبرې د ي??ې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د وزارت وفاقي سېكتر خضر حيات خان٬د ځنګل او ماحولياتو ادارو اعلٰی چارواكو هم ګ??ون وكړو۔د وزيراعظم صلاحكار ووئيل چې د ماحولياتي مطالعې له مخې د ښارونو او عمودي ځنګلات د تودوخې په درجه كښې د 6 نه تر 9 ډګرۍ كمې كولې شي ځكه مونږ پريكړه كړې چې د تودوخې درجې مسئلې د حل لپاره په ښارونو كښې ځنګلات زيات كړی شي۔ده ووئيل چې دې لپاره به جامع حكمت عملي تيارولې شي۔دې سره به نه يوازې ګرمي كمه شي بلكې وګړي به هم محفوظ شي۔ده د وزارت اړوند څانګې ته په دې موضوع د ي??ې مقالې تيارولو ووئيل په كومه به چې صوبو سره نوره مشوره كولې شي