اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سوشل ميډيا په منظمه توګه د ناسمو خبرونو او اعلاميې خپرولو نوټس اخستو سره و??يلي دي چې د سوشل ميډيا آزادي متاثره كولو نه غېر د جعلي خبرونو په ضد سخت اقدامات كولو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير د پاكستان تحريك ??نصاف د قامي اسمبلۍ غړې مليكه بخاري ټوېټ هم ټېګ كړ?? كوم كښې چې مليكه بخاري د بينظير انكم سپورټ پروګرام د مشرې په حېث ټاكنه رد كړ??۔ په خپل ټوېټ كښې وفاقي وزير چوه??ری فواد حسېن ووئيل په سوشل ميډيا په منظمه توګه ناسم خبرونه او اعلاميې خپرولې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل دا لړۍ د ميډيا ډنر عكس څخه پېل شوې او اوس دا ډول فضوليات روان دي۔ بلخوا مليكه بخاري په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې زه په سپينو ټكو دا خبره په رېكارډ راوستل غواړم چې زه د بي آئي اېس پي مشره نه يم ټاكلې شوې او د زلفي بخاري رشته داره هم نه يم۔ مليكه بخاري د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په دې لړ كښې به اوس بحث ختم شي