اس??ام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د پښ??و ژبې نامتو ليكوال ٬ خبريال او مترجم راشد خټك د شعري مجموعې “څو ژ??نده مزل” او د طيب الله خان د دوه كتابونو شعري مجموعې “ستا د در ملنګ يم” او د طنز او مزاح كتاب “ارغې برغې” د مخكتنې دستو??ه د اس??ام آباد په اكادمي ادبيات كښې وشوه۔ په دستوره كښې مشر مېلمه د خېبر پختونخوا اسمبلۍ پخوانې غړې محمد ارشد خان و۔ د دستورې صدارت د پښ??و ادبي سوسائټۍ اس??ام آباد چيئرمېن سيد محمود احمد وكړو۔ دستورې ته د علامه اقبال اوپن پوهنتون د پاكستانيو ژبو څانګې چيئرمېن عبد الله جان عابد ٬ د پښ??و ژبې اديب ډاكټر حنيف خليل٬ ليكوال مشتاق الرحمن (م ر شفق) ٬ فېض الوهاب ٬ رازق فهيم او نورو وېنا وكړه او د دواړو ليكوالو په كتابونو ئې ژورې تبصرې وكړې۔ ډاكټر عبد الله جان عابد د راشد خټك په شعري مجموعه تبصره كولو سره ووئيل چې راشد خټك د اوسني دور د پښ??و شاعرانو په صف كښې ښه مقام لري۔ د ده په شاعرۍ كښې عشق او د ژوند موضوعات دواړه يو ځائې دي۔ د راشد خټك دغه شعري مجموعه د پښ??و په ځولۍ كښې يوه ښه اضافه ده۔ لورا لائي سره تعلق لرونكي د پښ??و ژبې شاعر رازق فهيم هم د راشد خټك په كتاب په زړه پورې بحث وكړو او د كتاب محاسن ئې په ګوته كړل او د ده د شاعرۍ شعري بحثونه ئې وڅېړل۔ په دې موقع مشر مېلمه محمد ارشد خان خپله وېنا كښې په دغسې ادبي ټولنو راجوړولو د پښ??و ادبي سوسائټۍ اس??ام آباد هڅې وستائلې۔ په دستوره كښې د پښ??و نامتو سندرغاړي نياز خان د طيب الله ك??ام په ترنم سره وړاندې كړو۔ م ر شفق د طيب الله د مزاح په كتاب ارغې برغې ښه تفصيلي بحث وكړو او وې وئيل چې په پښ??و كښې طنز ومزاح ليكلو ته اړتيا ده۔ په دستوره كښې خورشيد ابن لبيد٬ سردار يوسفزئي او حساس خټك هم خپل كلامونه وړاندې كړل۔