اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي﴾ د روسيې په كوربتوب كښې به افغان دولت او طالبانو ترمينځه د سولې مذاكرات د نومبر ??ه 9مه نېټھ په ماسكو كښې كېږي۔افغان اولس مشر اشرف غني ماسكو ته د سولې د شورا د پلاوي لېږلو پريكړه كړې دغسې روسيې د پاكستان٬هند??اي??ان ٬ چين او د امريكې پشمول 12 هېوادونو ته هم د ګډون كولو بلنه وركړې۔د روسيې د خارجه دفتر له مخې د افغانستان په اړه د روسيې په كوربتوب كښې د نائب خارجه وزيرانو او د خاص استازو په كچه د سولې د مذاكرات راتلونكې پړاؤ به د نومبر ??ه 9مه نېټھ په ماسكو كښې كېږي۔د وياند له مخې په دوحه كښې د طالبانو د دفتر پ??او?? به په وړومبي ځل په دې نړيواله غونډه كښې ګډون كوي۔افغان اولس مشر اشرف غني هم د سولې د شورا پ??او?? ماسكو ته د لېږلو پريكړه كړې۔روسيې د دې څخه وړاندې د ستمبر ??ه څلورمه نېټھ په ماسكو كښې د سولې د مذاكراتو تجويز وركړې و او د طالبانو پشمول 12 هېوادونو ته يې د ګډون كولو بلنه وركړې وه خو افغان اولس مشر اشرف غني په دې بنياد د ګډون كولو نه انكار كړې و چې بايد طالبانو سره دم سولې د مذاكراتو مشري افغان دولت وكړي