پینډي 07 جنوری (اے پی پی)امنيتي ځواكونو ??رې جلا جلا آپرېشنز په مهال 19 ترهه ګر وژلي دي ٬دغسې د ډز?? په تبادله كښې د پاك پوځ 3 ځوانان شهيدان شوي دي ۔د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو د 6 او 7 جنوري 2025 په مهال په خېبرپښتونخوا كښې ??رې جلا جلا كاروائي كړې دي ۔د خوارج د شتوالي په اطلاع امنيتي ځواكونو د پیښور په متنو سيمه كښې د انټيليجنس په بنياد يو آپرېشن وكړو ۔په دې مهال د خوارج اډې په موثر انداز په نخښه كړې شوې چې په نتيجه كښې يې 8 خوارج وژل شول ۔په اسخبارتي بنياد يو بل آپرېشن ضلع كرك كښې وكړے شو چرته چې امنيتي ځواكونو د خوارج اډې په نخښه كړې او ??رې خوارج وژل شوزل ۔د ډزو تبادلې په مهال ??رې اهلكار لانس حوالدار عباس علي٬ نائيك محمد نذير او نائيك محمد عثمان شهيدان شول ۔په سيمه كښې د موجودو نورو خوارجو خاتمې لپاره عمليات روان دي۔د آئي اېس پي آر وينا ده د پاكستان امنيتي ځواكونه د ترهه ګ??ۍ خاتمې لپاره عزم لري او زمونږ د مېړنو عسكرو دا قربانۍ زمونږ عزم لا هم قوي كوي۔